The news is by your side.

باغ غزل

محمد اسحاق ننګيال

0
ســپرلى شــو پېغلــې دښــتو تــه وږمــو كــې وايــي څــه
اى ونــې! شــينكى بــاد درتــه نغمــو كــې وايــي څــه
شـاعر سـيند مـې نـن خـدايزده چـې ليكلـى كـوم غـزل
لــږ تــم شــه ورتــه عشــقه! چــې څپــو كــې وايــي څــه
رمـــــو تـــــه د ګلانـــــو ســـــهار څـــــه ويـــــل شـــــپېلۍ؟
كــوچۍ موســكا دې ګــوره چــې اينــو كــې وايــي څــه
يــو وږم دې كېــږدۍ نــه د ګرېــوان ووت څــه يــې وې
يـــو خـــوب دې پـــه ټوكريـــو د ليمـــو كـــې وايـــي څـــه
يـو بـاغ يـې خـو زرغـون كـړ چـې غـوټۍ وكـړې لاسـو
ستا خيال مې نور د سترګو په زانګـو كـې وايـي څـه؟
4/4/1375
كابل
(Visited 70 times, 1 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.