The news is by your side.

با عظمته شاعري

عبدالرشید سعادت

0

رحماني ستا د شاعرۍ عظمت منمه خو بس

نوې خبره په زاړه دوران کې نه ځایېږي

     د شعر په باب پوهانو ډول ډول تعریفونه کړي دي، ځینو په یو ډول ځينو په بل ډول تعریف کړی دی، شعر هغه موخیله او اهنګینه وینا ده چې پر لوستونکي اغېزه وکړي، یا شعر هغه موخیله او اهنګینه ویناه ده چې د لوستونکي پر عاطفه اغېزه وکړي او د هغه احساسات راوپاروي، شعر هغه کلام دی چې وزن او قافیه ولري، دا ټول تعریفونه سم دي، خو په اصل کې شعر هغه موخیله، اهنګینه او احساساتي وینا ده چې د لوستونکي د حال سره سم حالات یې پکې بیان کړي وي، یا که په بل ډول ووایم چې شعر هغه وینا یا کلام دی چې په هغې کې هغه موضوعات بیان شوي وي، چې د لوستونکي د حال سره برابر وي داسې نه وي، چې ټولنه په یو جګړییز حالت کې وي او شاعر ورته د مینې شعرونه وایي یا ټولنه د ابادۍ په حالت کې وي او شاعر ورته د جګړې او وېرانۍ شعرونه وایي، په ټوله کې ښه شعر هغه دی چې هغه د لوستونکي او ټولنې له حال سره برابر وي په کوم حالت کې چې ټولنه او لوستونکي وي شاعر په هماغه حالت کې شعرونه ووايي.

   یا ښه شعر هغه شعر بلل کېږي، چې هغه د ټولنې غږ وي، یا ښه شعر هغه دی، چې هغه د ټولنې د حالاتو ترجمان وي. شاعري د انسان مورنۍ ژبه ده دا په دې مانا چې انسان په خپله مورنۍ ژبه څه ډول خبرې کول وغواړي کولی یې شي. البته دا د هغو شاعرانو مورنۍ ژبه ده چې د شاعرۍ څانګې یې غوړیدلې وي، د هغو شاعرانو نه چې د شاعرۍ څانګې یې  لا غوټۍ شوې نه وي.

   موږ که د لرغونې دورې شعر مطالعه کړو نو پوهېږو چې د هغې دورې د شعر محتوا کې د عرفان د پلوشو څرک وینو، د خدای ج د کائناتو سره مینه او …. . موضوعات شته دې، په منځنۍ یا کلاسیکه دوره کې که موږ وګورو نو دلته د روښانیانو په دوره کې د شعر موضوعات عرفان او تصوف دی که د خوشحال بابا شاعرۍ ته راشو نو په دې پوهېږو چې خوشحال بابا د شعر په محتوا کې هر ډول موضوعات ځایه کړي دي، په ټوله کې په منځنۍ دوره کې د شعر موضوعات مینه، وطن دوستي، حماسيت، تصوف او نظام غندنه ده.

   که معاصرې دورې ته سر ورښکاره کړو نو دلته شعر د ژوند سره تړلی دی، هغه موضوعات پکې بیان شوي چې د لوستونکو او ټولنې د حال سره برابر دي، په ټوله کې معاصر شعر د ژوند سره تړل شوی دی په هره پړاو کې یې په شعر کې هغه موضوعات بیان شوي چې د هماغه پړاو د ټولنې حالت پکې انځور شوي دي، که موږ د رحماني صیب تر غبار لاندې چینه شعري ټولګه ولولو نو موږ پوهېږو چې معاصر شعر هم په ریښتیا سره د ژوند او ټولنې د حالاتو انځوګر دی، په کومه ټولنه کې چې شاعر یا لیکوال ژوند کوي نو د ټولنې حالات د شاعر یا لیکوال پر پنځوونو باندې په مستقیم ډول اغېزه کوي؛ که موږ د افغانستان اوسنۍ وضعیت ته کتنه وکړو نو د دې هېواد په هرې څنډې جګړې خپل پلیت وزر خواره کړي دي او د هر چا په ژوند یې اغېزه کړې ده، نو د دغو اغېزو څخه رحماني صیب هم پاتې شوی نه دی، دی په دې شعري ټولګه کې یو ځای وايي:

لاسونه مې ګړل پورته چې اختر دی تا به غواړم

خوښي نه وه، ټپي افغانستان په ژړا راغی

   یوه ورځ شاعر په یو ځای تېرېږي، چې هلته چاودنه شوې د تېلو پمپ اور اخیستی دی د پمپ په یوې څنډه د اسلام د خوږ پیغمبر حضرت محمد ص نوم لیکل شوی شاعر ګوري چې د پیغمبر مبارک نوم ته لمبې شېبه په شېبه ور نږدې کېږي، نو دغه حالت په ده اغېزه کوي او د خپله د زړه درد او د ټولنې حالت د شعر په ژبه بیانوي:

ځان مې ټپي دی نور زما زوح او ایمان سوځي

په دې جګړه کې مې نامه د خوږ جانان سوځي

***

نن مې د فکر منارو بانې اورونه بل دي

سبا به ګورې سپین څادر مې د وجدان سوځي

د یویشتمې پېړۍ فکره ستا ډالۍ به څه وي

ستا صاحبان دازادۍ په نوم انسان سوځي

د جنتي وطن په غېږ کې دوزخونه پلوري

دوی سوداګر دي، زما خوږ افغانستان سوځي

   زموږ د ټولنې د وګړو یوه ځانګړنه یې په خپل شعر کې په دې ډول بیان کړې، چې هغه ځانګړنه دا ده، هغه وخت د یو چا په قدر پوهېږي چې هغه کس د ژوند له بازاره کډه وکړي، یا له کاره وغورځېږي بیا به په خواله رسنیو او ټلویزونو کې د هغه کس په صفتو نه مړېږي، چې داسې و او داسې کارونه یې کړي وو.

زه که پاڼه پاڼه وچ شوم، د خزان بادونو یووړم

وخت به راشي، چې نغمو کې د بلبل به دریادېږم

   لکه څنګه چې موږ او تاسې ته ښه معلومه ده، د افغانستان هر وګړی له جګړې ستړی دی، ځکه جګړې زموږ د ټولنې ډېر ځوانان، ماشومان، میندې او پلرونه ښکار کړل، نو د دې هېواد هر اوسیدونکی له جګړې ستړی دی، نه غواړي چې د جګړې نوم په خوله واخلي، چې رحماني صیب دغه ستړیا په شعر کې داسې بیان کړې ده.

جنګه! تا له ننګه جلا کړی یم

زه دې له خپل رنګه جلا کړی یم

سر او تال مې مات دی نغمه نه لرم

وخت له خپل اهنګه جلا کړی یم

   افغاني ټولنه تل د غم په کور مېلمه ده، نو رحماني صیب دغه حالت په خپل شعر کې داسې انځور کړی دی:

اوس د غم له پاسه غم راځي دې ښار ته

د خوښۍ زېري ډېر کم راځي دې ښار ته

لکه شور په څلور لارو کې خورېږم

چا ویل چې هغه هم راځي دې ښار ته

   په ټوله کې رحماني صیب په دې شعرونو کې د ټولنې انځور ښه رسم کړی دی او د ښه شعر ځانګړنه همدا ده، چې د حالت انځورګري پکې شوې وي، یا د ټولنې ترجمان وي، د ښې شعري ټولګې هم دا ځانګړنه ده، چې په هغې کې هر لوستونکی د خپل ذوق په اساس شعر ټاکي داسې نه کېږي چې هر لوستونکی دې یو شعر خوښ کړي او په هغه شعري ټولګه کې د هماغه وخت د وګړو د ژوند انځور وړاندې شوی وي، چې د رحماني صیب شعرونه د وخت ترجمانان دي او د ټولنې انځور یې پکې په ډېره ساده او روانو الفاظو وړاندې کړی دی، شعرونه ډېر ساده روان او په عینۍ سادګۍ کې له ژور تخیل او خوږلت څخه مالا مال دي، چې هر څوک یې لولي نو خوند ترې اخلي. رحماني صیب د دې شعري ټولګې په پیل کې دا غبار او دا چینه تر سرلیک لاندې لیکنه کړې، چې په هغې لیکنه کې یې دا ویلې دي، زه ډېر کوښښ کوم چې شعر ونه وایم خو چې کله شعر ونه وایم نو ځان داسې راته ښکاري چې یو ښه د رازونو ملګرې مې رانه ورک وي، خو زه رحماني صیب ته دا وړاندیز کوم چې ته کوښښ مه کوه چې شعر ونه لیکې ځکه ته که شعر ونه لیکې د پښتو شعر بڼ به د کمزورو شعرونو باد ولوټي او د پاڼو په څېر به یې وچ کړي، زه د خپل خبرې د رحماني صیب په یو دوه بیتو رانغاړم او ده ته د اوږد عمر غوښتونک یم!

۱۴۰۰/وري/۲۴کابل

(Visited 15 times, 1 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.