The news is by your side.

بى ارزښته شول

الحاج استاد عمر پاڅون

0

تاريخ او کلتور بى ارزښته شول

مورال او غرور بى ارزښته شول

افتخار د هر چا پخپلو رواجو و

دود او دستور بى ارزښته  شول

د احسان په بدله مننه او تشکر و

شاکر او مشکور  بى ارزښته شول

سيالى او شريکى په ميړانه چليدله

ورور او تربور بى ارزښته شول

پاڅونه! د دروغو شعارونو  زمانه ده۔

عمل وينا او منشور  بى ارزښته شول

Leave A Reply

Your email address will not be published.