The news is by your side.

تا زما تږي لاسونه په لاس کړي

نور محمد لاهو

0
تا زما تږي لاسونه په لاس کړي
سپینه خوله دې د زَعفرانو
د بِنَفش رنګ تازه ګي او خوشبويي ده
د ژوَر خپګان شفا ده
او د شونډو سور الماس دې لکه دوړه د سرو زرو
په مچکو خوړل کیږي
چې شین کړَس ستا د خندا شي
د نارنج ګل سپینو پاڼو کې عطرونه ور پیږي
لږ دې وڅنډه لاسونه
له ګلابه څخه ستا د لاسو بوي ځي
* * * * *
هرسړي اوس ستا دسترګو تور کتاب مخې ته ایښي
پکې سرې او تکې ژیړې کیسې لولي د نرګیس او دشرابو
د مومن او شیرینو
د آدم خان او درخانۍ په کتابو پسې نور خلک
پیښور، قصه خواني بازار ته نه ځي
ستا بدن دې لکه پیغله حاصلخیزه مسته خاوره
سروکال پکې عطرونه د مڼو او رڼاګانې د سپوږمۍ وي کرل شوي
ستا دمخ نازکه ګل دشاه پرک دخولې په ساه هم تغمه کیږي
د ګلونو درته ټوله شپه سودا وي
د سهار په شین نسیم دې سپین وجود تڼا کې کیږي
* * * **
ستا غومبوري د تنکي ګل تکې سپینې رڼا ګانې
ستا د زلفو دیو تار په تش ګوزارهم وینې کیږي
ستاپه تاندو اننګیو سروکال وي سره اورونه
لکه (ګل د یَخَک منځ کې ) ، کنګل شوي
* * * **
او ستازلفې د یلدا دشپو خیمی دي
زما مینه پکې داسې په حجاب ده
لکه څو بربندې پیغلې د تیارې پردې ترشاوي پټې شوي
* * * **
چې مې کله ډیوه ګۍ وي یوه باد چیرته له ځانه سره وړې
او تیارې مې له کړکۍ د کوڅې منځ ته
لکه تورې رڼاګانې وي لویدلې
هغه سات بیا دمرغیو په مښوکو
د خالونو نقره یې رڼا رالیږې
* * * * *
چې د مرګ پریښتې هر وخت مې د کور ویده زنځير راچیغولی
ته زما په کمیسه کې یې ور وتې
د کمڅو په نَرو څوکو دې جوړ کړي تور بریتونه زما په شان دي
پریښتې ته دې سودا وراچولې
چې دا ستا له دې خواږه تنکي بدن نه
زماتن لکه کمیس څنګه وباسي ؟
په یوبل کې اوبه شوي دوه غبرګونی عاشقان څنګه رابیل کړي؟
* * * * * *
تا زما دشین زړګي پر چوکاټ پورې
د انګورو د تک ژیړ وښکي په څير دې دشیرینو شونډو
سور تصویر ټومبلی
اوس یې رنګ زما تر سترګو راختلی
دا جهان ټول لکه څانګه د یو سره ګیلاس ځلیږي
سره لمن مې په رنګونو لمبه کیږي
د یاقوتو سرې رڼاوې مې لاسونونه ، څڅیږي
* * * *
دهغه نقاش په څير چې په خپل لاس کښلي ښایست باندې عاشق شو
خدای هم تاباندې زړه بایلود
څنګه وکړم ؟
ته یې خولې باندې مچو کړې
ستاپرشونډو دا انار انار سُرخي
تل لکه وینه د ریدي
د خدای له شونډو څڅیدلې
زه حیران یم
خدای په دومره عَظَمَت او په سپین والي
ستا د سترګو له وړو تورو کړکیو
هر وخت ماته څنګه څنګه
په خوږو سترګو راګوري ؟
* * * * *
تا زما تږي لاسونه په لاس کړي
زما پښې دې د موزې غوندې پښو کړي
زه دې تول لکه کمیس یمه اغوستی
زما تن کې ننه ناستې د مڼو اې تکې سرې !
او د شیدو په شانې سپينې شګوفې !
اې دچنار تر ، یخ ځپلي سیوري لاندې
د سړې چينې اې ګرمې آیینې
ته دیو مست اویاغي آس په څير آسمان نه
څومره نور شنه لاجَوَرد په ما راوړې ؟
او بیا زما د لوڅو پښو په چاودو تَلو
د ازغي په تیرې ستنې
ته به نور څومره خالونه نقاشي کړې
ته به نور څومره په واورو
سره اورونه نقاشي کړې ؟
ته به نورې څومره دښتې ګلابي کړې
او دغیږې په ګرمۍ څومره ډبرې به مرمر کړې
له کنګله رابهر به سمندر کړې
ته به ځانته څومره نور لیوني زړونه راپیدا کړې
ته به ما ته څومره نور نوي کارونه راپيد اکړې؟
ـــــــــــــــــــــــــــ
ګیلاس : د البالو په څير دمیوې ونه
یخک : کنګل ،
(Visited 80 times, 1 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.