ستا په مینه نه لمبه شوم نه لوګې شوم
غـم لـړلی بـې حـاصلـه اسـویـلـی شــوم
یـتـیـمـان مې په تازه سکرو کباب کـړي
ستا پـه خـیال کې ستا د حَسن سپـلـنی شوم
عـقـل پـوهـې نـه مې وشـړیــده اړیکـه
تـنکۍ مـیـنـه کې د مـیـني لـیـونی شـوم
اوس لایـق د چا د رحـم کــرم نه یــم
هرښکاري ته د ښکارغوښه غرڅنی شـوم
څـه کانې دې پــه ما وکـړلې محـبوبـې
د غلیم په خوله دې پریښووم پردی شـوم
زه دې اوس هم د وعدې په تمه ناست یم
خدمتګار په همدی تمه را ژوندی شوم
(Visited 94 times, 1 visits today)