The news is by your side.

جفا

سرلوڅ مرادزی

0
ما ترینه بڼو باندې د پښو خځله واخیسته
یار زما له مینې نه معني بدله واخیسته
ما ته يي کتل په یو کال کې میسر نه دی
خوله ترینه چړوس په یو شېبه څو ځله واخیسته
لارې او ملګرو انتخاب کې بیا بیا تېروته
غلو ترینه په لاره غاړکۍ په ډله واخیسته
نور يي د خوږې ژبې د وصف مجلسونه کړي
ما يي هر ماښام او هر سهر کنځله واخیسته
نه ځاییږي غرو کې، له درو څخه په تېښته دي
چا چې د بل خولې څخه ډوډۍ، ټیکله واخیسته
نه پریږدي فلک چا ته د کبرو د غرور حالت
وخت ترینه د ولس د اسویلو بدله واخیسته
پرې مې ښوده کلی، نور په دې کلي کې نه اوسم
ما د عرش انګړ کې ابدي کوډله واخیسته
د ۲۰۲۱ کال د اکتوبر ۱۰ مه
Leave A Reply

Your email address will not be published.