موږه په ژوند کې څو څو ځله دوه رنګي کړې ده
یار خو لا څه کړې، ځان سره مو هم ټګې کړې ده
هغه وئ : یو او موږه دوه ځله قربان یادوو
موږه جانان ته څه وړیا ، غوړه مالي کړې ده
خدای خو پوهېږي چې سجده کې موږه څه یادوو؟
قسم پر خدای چې د بنده مو بنده ګي کړې ده
حساب پوره غواړي انکر منکر ، پوره مو پوښتي
خبر خو نه دي چې موږ نیمه زندګي کړې ده
لېوه یې خوري غیرت یې سر، عقل یې پونده کې دی
د ځان دښمن پښتون همېش سرتمبګي کړې ده
هغه مو و رېبي د زړه د ارمانو ګلونه
د چا په ګټه چې موږ هر وخت درغلي کړې ده
د جنت حورې به و نه ګوري چې چا دلته کې
د پښتنو د حورو لږ بې عزتي کړې ده
چې نه یې نوم اخلي په خوله او نه سجده لګوي
خدای هم پر هغو د نعمت مهرباني کړې ده
له کومه راغلو ، چېرته یو او چېرته درومو اخر؟
ما دې حساب کې څو څو ځله غلطي کړې ده
غاړه یې بنده ،مخ یې تور ،ازار ګټلی به وي
چې لغوړن ته چا د ښکلي ریباري کړې ده .
۲۴/۷/۱۳۹۸