The news is by your side.

حیرانتیا

آصف بهاند

0

د دې روان وحشت په غږ او ځوږ کې

مځکه حیرانه بېخوځون ولاړه

غرونه حیران گوته په غاښ ولاړ دي

باد هم حیران بېځواکه

ژوندون ولاړ ځای پر ځای

او حیرانتیا، حیرانه

دې ته حیرانه چې باد شته، خو پاڼې نه خوځوي

وحشت روان دی، خوښ دی

کړس د خندا سره یې

مځکه او غرونه ښوري

هره ورځ، هر ساعت او هره شېبه

وحشت یو غوړپ د وینو او څو سرونه غواړي

Leave A Reply

Your email address will not be published.