The news is by your side.

ديموکراسى ۔ طنز 

استاد عمر پاڅون 

0

مړونه يى پڅ ښځى تيرى دى

د ديموکراسۍ دغه پيښى دى

دپموکراسى راغله دى وطن ته

خپلواکى راغله دى وطن ته

ازادى راغله دى وطن ته

د هرى ښځى جلا جلا نخرى دى

د ديموکراسۍ دغه پيښى دى

خاوند د ښځى سره په جنګ شو

ميړه د ښځى نه په تنګ شو

کورني ژوند زمونږ بدرنګ شو

د ځان وژني انديښنى دى

د ديموکراسۍ دغه پيښى دى

يو ويل حقوق ټول بشرى دى

بل ويل حقوق ټول مساوى دى

چا ويل حقوق ټول انسانى دى

چاته تاوان چاته فايدى دى

د ديموکراسۍ دغه پيښى دى

افغانى کلتور شولو ليلام

پيغلو زلمو ته دى پيغام

د استعمار دغه دى انعام

د څو بي ننګو مزى چړچى دى

د ديموکراسۍ دغه پيښى دى

(Visited 23 times, 1 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.