The news is by your side.

د حميد بابا او علي خان د ځينو د بيتونو مقايسوي شننه

 ليکوال: ميوند بختيار

0

د پښتو ادبياتو د کلاسيکې دورې د غزلبول شاعر حميد مومند او د علي خان اشعارو ته که سړی ځير شي، ډېرې داسې باريکۍ به وويني، چې د هغوی پر استناد به علي خان د هندي سبک، چې په پښتو کې يې مؤسس حميد مومند دی، يو منځلاری لاروی وبولي.

هندي سبک په پښتو ادب کې د لومړي ځل لپاره د حميد مومند له خوا رواج شو او په دې سبک کې يې په تول تللې شاعري وکړه. حميد بابا که څه هم د دې سبک په منځ‌لارو شاعرانو کې حسابېږي او علامه حبيبي يې د هندي سبک له بل منځلاري فارسي ژبي شاعر صايب سره تشبيه کوي.

   حميد بابا د کاظم خان شيدا غوندې د هندي سبک سرسخته لاروی نه ښکاري. په شاعرۍ کې يې سربېره پر محاورو، متلونو او تشبیهاتو خوندورې استعارې، مدعاالمثل او نور ادبي صنعتونه ليدلی شو. د شعر مضمون او معنا يې د غزلبول شيدا غوندې د الفاظو په لباس کې نغښتې نه ده، چې د ډېری لوستوالو له سترګو نيام وي.

   حميد بابا د پښتو ژبې هغه نازکخياله شاعر دی، چې پخوا د شاعرانو په منځ کې د موشګاف په نامه يادېده او د ده د شعر په سوز يې ګواهي ورکړې ده.

د نويو او بکرو خبرو لپاره هڅه، مضمون آفريني، د لفظي او معنوي صنعتونو زيات استعمال سره د وينا پېچلتيا او کړکېچ، په مبالغه کې غلو او افراط، د مضمون او تشبيه د رامنځته کولو لپاره له چاپېريال او شاوخوا څخه استفاده، د ارسال المثل صنعت زياته کارونه او د تخيل زياته ژورتيا د هندي سبک ځانګړنې دي۱

  د هندي سبک په پياوړو شاعرانو کې د کاظم خان شيدا، ګوهر خان خټک، محمدي صاحبزاده، قلندر اپريدي، حنان بارکزي او  بيدل هشنغري تر څنګ علي خان هم شامل دی. په دې ليکنه کې هڅه شوې ده، چې د ستر حميد د اشعارو اغېز د علي خان غوندې د سترې پايې شاعر په شعرونو کې ولټول شي. علي خان هم يو ښه غزلبول شاعر تېر شوی دی، دېوان يې د سيد عبدالله پاچا په زيار د چاپ شوی او تر موږ پورې را رسېدلی دی.

   علي خان که څه هم د حميد بابا د سبک لاروی دی، خو په غزلياتو کې يې خپل انفراديت هم ساتلی دی. د پروفيسر راج ولي شاه خټک په وينا په پښتنو کې د ستر خوشال بابا، د هغه له کورنۍ، رحمان بابا او حميد بابا څخه وروسته مقبول او خوښ شاعر دی.

   ميا تقويم الحق کاکاخېل يې ژوند  تر ۱۱۸۰هـ پورې يقيني بللی دی خو ارواښاد قلندر مومند يې د ژوند زمانه تر۱۲۲۰ هـ  پورې رسولې ده.

   د علي خان په ديوان کې ډېری غزلې دي خو يو ترکيب بند يو مثلث او څو څلوريزې هم شته، چې د ده په لوړه شاعرانه قريحه او ادبي – علمي استعداد ګواهي لي.

   د حميد بابا د شعر مرکزي مضمون حسن و عشق دی  او ټوله شاعري يې همدې موضوع  ته وقف ده، د حسن و عشق موتيف د بابا د عصر نورو شاعرانو هم ښه شاربلی او تر اوسه دغه موضوع په لږو ډېره اندازه د شاعرانو په شعري غونډونو کې ليدلی شو.

   د حميد بابا په سبک کې د سوز و ګداز، مينې، محبت او عشق کلمې ډېرې تکرار شوې دي او د ده د افکارو ماڼۍ  پر عشق ولاړه ده، تر دې اندازې چې خپل ديوان پر دې دعايه بيت باندې پيلوي:

الهي د محبت سوز و ګداز را

په دا اور کې د ستي سمندر ساز را

د حميدبابا په ادبي مکتب کې ډېرو پښتنو شاعرانو خپلې طبعې ازمويلې دي، چې يو له دغو څخه علي خان دی.

   علي خان د اکثرو پوهانو په وينا د اشنغر د سيمې و، چا خټک، چا مهمنزی او چا هم يوسفزی بللی دی خو د ورستيو څېړنو پر اساس، چې د سرمحقق زلمي هېوادمل له خوا ترسره شوې دي، علي خان د اشنغر د سيمې مامنزی يا محمدزی بلل شوی او دا خبره اوس څرګنده شوې ده، چې نوموړی د ستر ويناوال خوشال بابا له کورنۍ سره د وينې کومه اړيکه نه لري. علي خان د(۱۱۵۰-۱۱۹۵) کلونو تر منځ ژوند کاوه.

   علي خان که په قبيله هر څوک وي، وي به، خو پښتون شاعر او ښه غزلبول او د هندي سبک منځلاری او د حميد بابا د سبک لاروی شاعر تېر شوی دی.

   د همېش خليل په وينا”د علي خان په شاعري (د غزل په حواله ) کې داسې خاصيتونه دي، چې کم نه کم د ده د دور په شاعرانو کې کم محسوسېږي او هغه دا چې علي خان د خپل تخيل دايره نسبتاً محدوده کړې، د ده په شاعرۍ کې لکه زموږ د کلاسيک شاعرانو په ضد نه خو د تصوف مسلې شته او نه فلسفي بيانيې”(۲).

   خو پروفېسر راج ولي شاه خټک بيا بل شان نظر لري، دی ليکي:

“علي خان د پښتو ژبې رنګين‏فکره، نازکخياله، صنعتکار او فنکار شاعر دی او د پښتو شعر د کلاسيکې دورې په منتخبو شاعرانو کې د ځانګړي مقام څښتن دی….د شعر مرکزي مضمون يې حسن و عشق او هجر و وصال دی او د حقيقت صوفيانه پرتو هم پکښې ښکاره ليدی شئ”(۳).

   اوس د علي خان له ژونده د ده فن ته راګرځو، د علي خان په شاعرۍ کې د نازکخياله حميد د شعر اثرات ګورو، چې څومره د حميد له فکر و خياله متاثره دی. د مجازي مينې پر باده مست حميد خپل ځان ته د رقيبانو او ناصحانو له خبرو او محکمې داسې برائت ورکوي:

د حميد بوالهوسي ناکسي نه ده
لټوي په خپله ورکه پسې هر مخ
(ديوان۵۰مخ)

   علي خان دې مضمون ته داسې رنګ ورکوي:

لټووم پخپله ورکه پسې هر مخ
کوم غواص به راښکاره کړي د ګوهر مخ
(ديوان۳۳مخ)

   د تورو زلفو په توره شپه کې د خط پر توره شهيد حميد د نوخط، خط د دلبر د حسن افزايي ګڼي او په ثبوت کې يې داسې وايي:

نوخطان دې دلبران تر ساده رويو
چېرته ښکار د تريناک چېرته د چوز
(ديوان۷۳مخ)

   خو علي خان بيا دا مضون په نورو ټکيو کې داسې وړاندي کوي:

چې کال تېر شي ستا د سترګو ظلم ډېر شي
تريناک بازونه لا شوخ وي تر چوزه
(۵۵مخ دېوان)

   د حميد بابا د يوه رنګين غزل مطلعې ته تم کېږو، بابا وايي:

خط پر مخ د صنم راغی که مياشت ګيره شوه هاله کې
دا يې غاښ په خوله کې زېب کا که ژاله شوه په لاله کې
(دېوان۲۶۴ مخ)

   د بابا دې استادۍ ته وګورئ، د ده په شعر کې نادرې تشبيې او عارفانه تجاهل ته ځير شئ، د کلام باريکي او د الفاظو رنګيني ته هم ښه په غور وګورئ؛ نو د موشګاف هنر ته به لاس پر نامه شئ او په دې به هر څوک اعتراف وکړي چې حميد بابا ريښتيا ويلي چې:

چې له ښو ښو مړنيو دې ميدان ووړ

شاباش شاباش د حميد فکره تورزنه

   علي خان هم هغه پورتنی غزل هسې تضمين کوي او د مضمون په ادا او اسلوب کې له خپل استاد څخه ډېر لرې پاته شوی نه دی:

خط پر مخ د صنم راغی که مياشت ګيره شوه هاله کې
که سنبل دی اوس غوړېږي په اطرافو د لاله کې
مدعی د حسن راووړ خط سند په دعوه خپله
د وفا ګوهان نه شته د ښايست په قباله کې
(۷۰ مخ ديوان)

   حميد بابا د عشق په توره مرګ غواړي او ځان عشق وژلی شهيد بولي، ځکه شهيد کفن ته اړتيا نه لري، دلته بابا عشق له تورې او صبر له کفن سره تشبيه کړی دی، وايي:

ځکه ما د عشق په توره ځان شهيد کړ
چې مې نه رسي د صبر په کفن لاس
(۷۶مخ ديوان)

   خو علي خان دا بيت او دا مانا په نورو الفاظو کې داسې رانغاړي:

شهادت مې ځکه ستا د سترګو خوښ شو
چې مې نه رسي دلبره د کفن لاس
(۷۶مخ ديوان)

   د حميد بابا دې رنګين بيت ته وګورئ، چې د ايهام التضاد ښه بېلګه هم ده:

لکه ګل چې د شبنم په ژړا خاندي
هسې رنګه مې وه وه کا په وای وای دوست
(۴۰مخ ديوان)

   که حميد د يار له هغې خندا څخه، چې د ده په ژړا پورې يې کوي، افسوس کوي خو علي خان بيا دا مضمون په بل شکل ادا کوي او د عشق له تاوه د زګيرويو نه کولو ته څومره ښايسته شاعرانه دليل راوړي:

ځکه نه کوم زبېرګی د عشق له سويه
چې رقيب مې په وای وای پورې واه واه کا
(۹۵مخ ديوان)

د حميد بابا لاندې بيت وګورئ:

هی توبه د عشق له ملکه له ورشو

چې پرې اوري د غم کاڼي په رشو

(۱۳۷ مخ ديوان)

   چې علي خان یې لومړی نيم بيتی داسې تضمين کړی دی:

هی توبه د عشق له ملکه له ورشو

چې مزری کا د زړه شوی لکه پيشو

(۱۴۴مخ ديوان)

   حميد بابا عشق يو ذاتي جوهر بولي او وايي چې عشق د بشر په طينت يا سرشت کې ګډ دی. دی وايي:

چې مې خټې پرښتو په لاس اخښلې

لا هاله مې بوی د عشق تلو له طينته

(۱۶۱مخ دېوان)

   خو علي خان بيا د عشق پر ځای د غم ذکر کوي او وايي چې د انسان په سرشت کې د عشق غوندې غم هم له اوله ګډ شوی دی. علي خان وايي:

پرښتو چې مې صورت سره مښو
لا هاله يې په غمو نو کې آښو
(۱۳۸مخ ديوان)

   حميد بابا د نوخط د خط په راتګ پرېشانه دی، تاسې يې لاندې بيت ته ځير شئ، چې د وهمي تشبيې ښه بېلګه هم ده:

چې پر مخ دې د خط ليکه دوتا راغله
ګويا مخ لره دې توره بلا راغله

 که حميد د يار خط  توره بلا بللې ده خو علي خان بيا دا مضمون په بل انداز کې ادا کوي او د يار مخ له سپوږمۍ سره  او خط يې له هالې سره تشبيه کوي:

په سپين مخ يې د خط ليکه دوتا راغله
که قمر باندې هاله خوشنما راغله
(۱۴۱مخ ديوان)

   د حميد بابا دا بيت د ده په نازکخيالۍ ګواهي ورکوي. بابا وایي:

چې وږمه يې د نسيم په رخسار داغ شي
د بوسې پر وخت وروړای نه شم لبان شوخ

   خو علي خان بيا د خپل استاد په پيروي داسي وايي، چې د کليشې نوم نه شو ورکولی او د علي خان هنر يې بولو:

اننګي يې په بوسه سره زخمي شول
د اومو پيو پېروي دي که نه دي
(۱۶۴مخ دېوان)

   دا وو د حميد بابا او علي خان له ديوانونو څو ګلونه، چې په سرسري نظر مو سره مقايسه کړل او د ستر حميد د شعر اثرات مو د علي خان په ديوان کې وکتل.

   د حميد بابا په يوه بيت ليکنې د پای ټکی ږدم:

د حميد د کاغذي فکر کښتۍ
د حيرت په عظيم بحر کړه جهان ډوب

لمنليکونه:

۱- تڼيوال، محمد حکيم. د پښتو شعر سبکونه.۶۲مخ. کابل: بهير مطبعه.

۲- علي خان. (۱۳۸۳). د علي خان ديوان. د سيد عبدالله پاچا په زيار، د همېش خليل سريزه. پېښور: دانش خپرندويه ټولنه.

۳- علي خان. (۱۳۸۳). د علي خان ديوان. د سيد عبدالله پاچا په زيار. د راج ولي شاه خټک سريزه. پېښور: دانش خپرندويه ټولنه.

۴- مومند، عبدالحميد. (۱۳۸۶). د حميد مومند کليات. د اصف صميم په زيار. پېښور: دانش خپرندويه ټولنه.

(Visited 28 times, 1 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.