The news is by your side.

د زړه قطرې

د ارواښاد شهید سیلاب ساپي

0 100
ستا د سترګو بلا واخلم بيادې سترګې ولې سرې دي
پام چې واردې خطا نشي مامنلې غرغرې دي
دآرزو جو په باريږي حوصلې وهي خنجكې
د اميد په قافله كې شروع نوې نغارې دي
ستا د مينې خزانه بس زما ژوند ته بهانه ده
ګوندې وخته ماليدلي په خپل سر خاورې ايرې دي
نازولې ليلا راشه! دمجنون ګريوان ته ګوره
دا باران دملغلرو كه داوښكو فوارې دي
مخ دې بلې لمبې كاندي خوله دې ګل شي بيا غونچه شي
ځكه ماته ډيرې ګرانې د پتنګ بلبل نخرې دي
پس له ډيره لت او كوبه ستا له تلو قربانيږم
د نكريزو په جامه كې مې قربان دزړه قطرې دي
چې په ژرنده مې ځان اوړه كړ نو ايله مې وصال بيا موند
د رنجو په نوم مې كړي ستا دسترګو نندارې دي
چې ارې ته مې سر وركړو نو اور بل كې په خندا شوم
د ږومنځ په رنګ ښكل كړي زلفې ما خورې ورې دي
مبارك دې شه سيلابه! دوصال استازی راغى
د ريبار سره دې كړي آشنا نوې مشورې دي
Leave A Reply

Your email address will not be published.