The news is by your side.

د عمر خیام څلوریزې

د عبدالباري جهاني ژباړه

0

من دامن زهد و توبه طی خواهم کرد

با موی سپېد قصد می خواهم کرد

پیمانه عمر من به هفتاد رسید

این دم نکنم نشاط کی خواهم کرد

له توبې او له پرهېزه ور تېرېږم په زرځله

په دا سپینو وېښتو ځمه ډکومه پیاله خپله

چی د عمر پیمانه مي تر اویا  ده رسېدلې

چی دا نن  لا مستي نه کړم  دا مستي به کوم کله

آنرا منگر  که ذوفنون آید مرد

در عهد و وفا نگر که چون آید مرد

از عهده عهد اگر برون آید مرد

از هرچه گمان بری فزون آید مرد

مېړه مه گوره په عقل ذوفنون  وي یا لقمان وي

چی پر قول پیمان ټینگ وي هغه تل مرد د میدان وي

چی د قول له میدانه بریالی مېړه را ووت

د زمري په څېر یې زړه وي  تر رستم به پهلوان وي

در دايره سپهر نا پیدا غور

می نوش به خوشدلي که دور است بجور

نوبت چو بدور تو رسد آه مکن

جا می است که جمله را چشانند بدور

د آسمان په دایره کی نا آشنا نوبت چلېږي

په خوښۍ دی پیاله  نوش که چی په جبر چښل کېږي

چی دی هرکله نوبت سو اه به نه باسې  له ستوني

داسی جام دی چی نوبت یې  تر هر چا پوری رسېږي

عمرت چی دو صد بود چه سیصد چی هزار

زین کهنه سرا برون برندت ناچار

گر پادشهي و گر گدای بازار

این هر دو به یک نرخ بود آخر کار

که دي ژوند دوه سوه کاله یا زر کاله سي ختمېږي

دا نابوده دنیاگۍ به خامخا درنه پاتېږي

که تاجونه د شاهۍ دي که کچکول د ملنگۍ دی

په وروستي بازار کی  دواړه په یوه بیه خرڅېږی

ماییم در اوفتاده چون مرغ بدام

دلخسته روزگار و آشفته مدام

سرگشته در این دايره بې در و بام

نا امده بر مراد و نا رفته بکام

د مرغیو په څېر راغلو د ازل دام ته لوېدلي

زړونه ستړي ورځي ستړي شپې د غم په تار پېیلي

دې لار ورکې دایره کی لالهانده له اوله

نه له مراد سره راغلي نه په مراد یو رسېدلي

یک چند به کودکي به استاد شدیم

یک چند ز استادي خود شاد شدیم

پایان سخن شنو که ما را چه رسید

از خاک در امدیم و برباد شدیم

یو څو ورځي ماشومان و شاگردان د لوی استاد سوو

 یو څو ورځي له دې خپلي استادیه په زړه ښاد سوو

له دې ژونده له تلاښه موږ ته څشی په نصیب سول

چی له  خاورو و راغلي عاقبت ټوله برباد سوو

زین خانه که به صد نوا امده ایم

رفتند بسی زما و ما آمده ایم

از رفته و آینده نگفته است کسی

باید بکجا شد زکجا امده ایم

له دې کوره چی په سلو فریادونو یو وتلي

زموږ له ډلي داسي ډېر دي هم راغلي هم ترې تللي

نه د تللیو احوال راغی نه راتلونکي را معلوم دي

چی آخر به چېری ولاړ سو او له کومه یو راغلي

تا زهره و ماه در آسمان  گشت پدید

بهتر ز می  ناب کسی هیچ ندید

من در عجبم ز میفروشان کایشان

به زآنکه فروشند چی خواهند خرید

چی زهره او سپوږمۍ  دواړه پر اسمان باندی ختلي

له سرو میو له ډک جامه چا بهتر نه دي لیدلي

زه حیران یم کارو بار ته د دنیا د  میفروشو

خرڅوي چی شرابونه دوی بهتر دي څه کتلي

من بی می ناب زیستن نتوانم

بی باده کشیدن بار تن نتوانم

من بنده  آن دمم که ساقی گوید

 یک جام دگر بگیر و من نتوانم

زه بې میو بې مستیه ژوندون  نه سمه کولای

درانه پېټي د ژوندون می بې شرابو نه سم وړلای

زه بنده د هغه ان یم چی ساقی مي  راته وایی

 دا یو جام  که پر سر پورته  زه یې نه سمه چښلای

بردار پیاله و سبو ای دلجو

بر گرد بگرد  سبزه زار و لب جو

کاین چرخ بسی  قد بتان مهرو

صد بار پیاله کرد و صد بار سبو

گرانه راوړه په مینا کی په پیاله کی شرابونه

د ویالې  پر غاړه کښېنه چی سبزه وي سره گلونه

چی دې شنه اسمان د ډېرو گلرخانو  خاوري یوړې

څوک یې سل ځله مینا کړل څوک یې سل ځله جامونه

ماییم خریدار می کهنه و نو

و انگاه فروشنده جنت به دو جو

داني که پس از مرگ کجا خواهی رفت

می پیش من آر و هر کجا خواهی  رو

موږ رانیسو دې بازار کی  زاړه نوي شرابونه

خرڅوو په دوو اوربشو  ښکلي حوري جنتونه

ته پوهېږې در معلوم دي پسله مرگه حسابونه

ته ور ځه مخته دی ښه سه  موږ ته راوړه ډک جامونه

انداز ء عمر بیش از شصت منه

هر جا که قدم نهی به جز مست  منه

زان پیش که کاسه سرت کوزه کنند

تو کوزه ز دوش و کاسه از دست منه

تر شپېتو دي باید کمه د ټول  عمر اندازه وي

ژوند دي ټوله رندانه وي هر قدم دي مستانه وي

لا دمخه چی اسمان دي کوزه جوړه کي له سره

صراحی پر اوږو گرځه او په لاس  به دي پیاله وي

Leave A Reply

Your email address will not be published.