The news is by your side.

د هجران کلونه

پوهنمل دوکتور اندوس رحمت ځواکمن

0 96
یو بل کال هم واوښت، په همدی پلمه یو زوړ شعر:
د هجران کلونه
اوس مې دې څیرې ګر یوان ته، کله ژاړي کله خاندي
د ژوندون دغه دوران ته، کله ژاړي کله خاندي
د وصال شېبې وې لنډی ورته پوه نه شو ملګرو
اوس کلونو د هجران ته ، کله ژاړي کله خاندي
بیا مې زړه ته چا وریاد کړه، د هغې زنې خالونه
ځکه ستورو د اسمان ته، کله ژاړي کله خاندي
پرهرونو د ګوګل مې عجیبه کانې راخیستي
ښکلو سترګو د جانان ته، کله ژاړي کله خاندي
ځار شم ځار له خپل قلمه، چې هر څه کې راسره وي
دی وختونو دی زمان ته، کله ژاړي کله خاندي
تل مې ذهن ناقرار وي په بې وسو اسویلیو
ځکه دی خوږلن ارمان ته کله ژاړي کله خاندي
Leave A Reply

Your email address will not be published.