The news is by your side.

د ونو ژبه

آصف بهاند

0

تاسو کې شته داسې څوک

چې پوه شي، څه وایي دا پورې ونې

د دغو پاڼو ژبه چا زده چې راوېژباړي او پوه مې کړي پرې

چې ونه څه غواړي د خپلو شنو بچو په ژبه

ښايي نور ستړي وي افغان غوندې له جنگه ځنې

 تـوبـه، تـوبـه وایـي له داسې ستـړي ژونــده ځنې

۱۹/۰۷/۲۰۲۱

هېدرسلیف

ډنمارک

Leave A Reply

Your email address will not be published.