The news is by your side.

د ډار خپسه

آصف بهاند

0

اوږدې جگړې،

ډېرو وژنو

او د وینو سیلاو

زما وجود، زما ارواح ته یو لوي ډار راوستی

چې اوس هرڅه ولولېـږي غږ یې جگ شي

وایم چاودنه وشوه

تالانده هسې د چاودنې خور ده

خو کوم باران چې بیا تر تالندې نه وروسته کېـږي

زه له هغه نه هم ډارېـږم، تښتم

زما د ککرې، د گومبزې گودام ډار نه ډک دی

د ډار خپسه چې مې پر روح پرته ده

راته یې وایي دا باران مرمۍ دي

زه یې گڼم چې باران هرڅه مینځي

خو باران وچې ویـنې بیا راتـه تـازه کړلې سېـلاو یې راوست

د کلي ښار ټول دېوالونه کوڅې سرې شولې کړاو یې راوست

۲۷/۰۷/۲۰۲۱

هېدرسلیف

ډنمارک

Leave A Reply

Your email address will not be published.