The news is by your side.

د ژوند تجربه

عبدالهادي هادي

0 106
ما دې د تلو او د بیلتون تجربه نه وه کړې
ګرانې! په اور مې د ژوندون تجربه نه وه کړې
ګناه منم، زه ملامت یم ، ما دې ناز وانه خیست
ما دې د سترګو د افسون تجربه نه وه کړې
زموږ ملګري چې شول مات، موږه چې سر وخوړو
موږه په ځان کې د بدلون تجربه نه وه کړې
ښه مې یادیږي خلکو سره رنګ نه هم کرکه کول
چې یې د سپین او د زرغون تجربه نه وه کړې
هغه د غرونو فاتحان اوارې ټول وخوړل
چې یې اواره کې د یون تجربه نه وه کړې
هادي چې یار دې ملامت وي، عذر تانه غواړي
هیڅ مې د دارنګه قانون تجربه نه وه کړې
Leave A Reply

Your email address will not be published.