The news is by your side.

زه

شېبه ګهیځ

0 50
زه د چا مخ ته خندیږم
یا هم چا ته به ژړېږم
د ژوندون له دیره ستړې
که هر څومره زه جګېږم
ناهیلي مې په رګونو
خوره شوې ده دردېږم
ژوند په غاړه د ګړنګ شو
لوړیدو پر ځای نړېږم
شړک باران مثال زما دی
ای اسمانه ویلي کېږم
شوه په کډه امیدونه
ښار نه تللي څراغونه
بار د اوښکو دي په سترګو
محوې شوي دې خوبونه
اوس د خط و خال پر ځای
ټول ستایلي دي بریتونه
هغه مستې هوسۍ سترګې
خوار له غم دي او ویرونه
نور خو بس دی لویه خدایه!
ملا مو ماته له دردونه
شړنګ او شور هم د پاولیو
بدل شوي په زنګونه
ګودر ړنګ چنار مات شوی
ښار تیاره هم ماښامونه
لکه لاس د انځور ګرې!
شېبې ژوند دې شه رنګونه
شېبه ګهیځ
Leave A Reply

Your email address will not be published.