څه عجيب نسل سينې وې خو پکې زړونه نه ؤ
چې دکوم ذات ؤ پکې سترگې او غوږونه نه ؤ
په دې مالت دجهنم عورف او رواج چليده
داکلئ ډوب ؤ اضطراب کې آوازونه نه ؤ
په جومأت کې اعلان وشو جنازې راوړي نـن
جنازې راوړې جسدونو کې سرونه نه ؤ
پيغله کډواله ويل دورور تصوير مې چيرته کيږدم
تصوير په لاس کې گرځيده خو ديوالونه نه ؤ
خلک لگيا ول په پالي باندې پالونه کتل
ما پال کتلو له قسمته مې لاسونه نه ؤ
ميرمنې ناستې وې ميړونو گريوانونه گڼډل
لاس کې يې ستنې وې خو ستنو کې تارونه نه ؤ
دې وران ويجاړ مالت کې څنگه پيغله نه ويريده
که يې په غاړه د څرمن پوښ تاويزونه نه ؤ
دچا تيونه وې پرې شوي کابلۍ پيغلکۍ
ته راته وايه چې د چا سر کې ميخونه نه ؤ
آرينه ناوې وه شهيده خو له دې دونيانه
زړگئ يې تور ؤ خو لمنه کې داغونه نه ؤ
مصطفی آرین