The news is by your side.

زړه مې ژړل

بصير بېدار ستورى

0
زړه مې ژړل خوما ويل راشه په کړس وخانده
چې مې خندا اسمان کې ورېځي شي باران راولي
خپل اسويلي مې را ايسار کړل خوله مې پاس ونيوه
چې مې دا درد هوا ته پورته شي توپان راولي
زما ازار که در پسې شو ليونى به ګرځي
زما د زړه ښيرا به ستا په کور لړزان راولي
ظالمه کور دې الله وران که د مرګ لوبه پرېږده
مياندي شوې بورې په سلګو به يتمان راولي
ما که قيصه د درد شروع کړه بيا به ته هم ژاړي
دا ستا په مخ به سيلاب اوښکي تر ګرېوان راولي
بېداره مه يې آوره ، مه يې وايه ، مه يې لوله
د غم خبرې به دې زړه ته بس خفګان راولي
(Visited 33 times, 1 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.