The news is by your side.

سندره: د وطن ویر

بشیر ګواښ

0 105
‏‎
وطن کې زندانونه دي وهل دي او دُرې دي
‏‎ بس دغسې کیسې دي
‏‎مکتب پکې ړنګ شوی او ابادې مدرسې دي
‏‎بس دغسې کیسې دي
‏‎دا خلک لیوني وايي راغلې خپلواکي ده!
‏‎د څه شي ازادي ده؟
‏‎غزل پکې ګونګی دی په سندرو پابندي ده
‏‎د څه شي ازادي ده؟
‏‎د څه شي ازادي ده چې تړلې زموږ خولې دي!
‏‎بس دغسې کیسې دي
‏‎دوی وايي چې په دار دې شي په نوم چې څوک افغان دی
‏‎راغلی یو فرمان دی
‏‎کابل کې دې ژوند نه وي بس همدغه یې اعلان دی
‏‎راغلی یو فرمان دی
‏‎راغلی یو فرمان دی سراسر پکې فتوې دي
‏‎بس دغسې کیسې دي
—-
‏‎د درې رنګه بېرغ سره نفرت یې دومره ډېر دی
‏‎چې خپل اصل یې هېر دی
‏‎د خپلې مور وطن له ننګ ناموسه پسې تېر دی
‏‎چې خپل اصل یې هېر دی
‏‎چې خپل اصل یې هېر دی نو د کومې قافلې دي؟
‏‎بس دغسې کیسې دي
—-
‏‎اوربل وايي ښکاره نه کړئ چې دا لویه ګنا ده
‏‎نو ته او خدای، رښتیا ده!؟
‏‎له کوره بهر مه وځئ چې دې له هم سزا ده
‏‎نو تا او خدای، رښتیا ده!؟
‏‎نو ته او خدای رښتیا ده چې همدغه ورځې ښې دي؟
‏‎بس دغسې کیسې دی
—-
‏‎بشیره دا وطن به سبا بیا راپورته کېږي
‏‎دنیا کې به یادېږي
‏‎سینه کې د اسیا به لکه زړه داسې درزېږي
‏‎دنیا کې به یادېږي
‏‎دنیا که به یادېږي، چې سندرې یې خوږې دي
‏‎بس دغسې کیسې دي
—-
‏‎وطن کې زندانونه دي وهل دي او دُرې دي
‏‎ بس دغسې کیسې دي
‏‎مکتب پکې ړنګ شوی او ابادې مدرسې دي
‏‎بس دغسې کیسې دي
~~
Leave A Reply

Your email address will not be published.