The news is by your side.

سولې ته غزل / نظیف تکل

0 6

نور مې د سر او مال ساتنه کوم
نه خود کشي نه ځان وژنه کوم

افغان انسان يم د ژوند حق لرمه
پس له دې مې د ژوند پوښتنه کوم

له انتحار او مرګه لرې ګرځم
د سولې ژوند ته نوم ليکنه کوم

اوس د حالاتو سره نه ځم په لار
اوس د حالاتو ارزونه کوم

چيرته چې تيريږي ژوندون په مينه
په هغه ځای کې هستوګنه کوم

تر ما لايق تر ما هوښيار دی تکل
هسې چټي يې لارښوونه کوم

Leave A Reply

Your email address will not be published.