The news is by your side.

شپه

عبدالهادي هادي

0
شپه له کیسو ډکه ده او شپه ډیره خاموشه ده
شپه د سفید پوشو ګناهکارو پرده پوشه ده
دا سپینه لمن او دا اوږده قبا چې ګورې ته
دا له بلا ډیرو ګناهونو هم آغوشه ده
شیخه! اوس به څه له خپلو تیرو توبه وباسو
زموږ خو والله ټوله ځواني تیره دریانوشه ده
چا په اسطورو کې د ښایست الهه یاده کړه
ما وې دا خو ته یې، زموږ د کلي ګلفروشه ده
ساه مې په کالبود کې د سکوت پنجره ماته کړه
اوس یوه نغمه د دریابونو له سروشه ده
ګرانې د هادي د غزلونو تعبیر ته یې بس
نور یې د ژوند پاڼه ګنې پاتې له خروشه ده
(Visited 25 times, 1 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.