The news is by your side.

طنزیه کیسه

لیکوال: نورکمال ارشاد

0 120
د ژمي سړه ورځ وه، لمر هم د وریځو لۀ بندیخانې ځان نۀ شو را ایستلی، دوه کمپلې مې پر کورتۍ او جامو لۀ پاسه اغوستې وې، د زړې ونې ډډې ته پۀ پراته کټ کې ویدۀ شوی وم.
*
کوفارو زورور یرغل وکړ، زموږ کورونه، باغونه، غرونه او سمې یې د اور غېږې ته وغورځؤلې، توریالي یې را ووژل، ننګیالي یې بندیان کړل، ډېر ماشومان بې پلاره شول، ډېرې
پېغلې بې جانانه شوې او ډېرې میندې بې زامنو.
زۀ غواړم لۀ دوی څخه خپل غچ واخلم، هغه هم ښۀ سم غچ، هو دا کار یوازې زۀ کولای شم، لۀ ما پرته هېڅوک دا کار نۀ شي کؤلای، ځکه دوی زما غوندې طاقت نۀ لري!
دا مهال موږ پۀ یؤ زبردست پلان باندې کار کاوۀ، فوځونه مو منظمول، تر شاه د مرستندویه ځواک تنظیمول او مجهزول هم اړین وو.
لس زره وسله وال مچان، او دېرش زره مجهز غوماشي مې د جګړې لۀ پاره اماده وو، زۀ هم پر یؤ قوي مچ چې دوه زره راکټونه او نور جنګي توکي پرې بار وو، سپور شوم، تر شا مو د مرستې لۀ پاره دولس زره مېږیان لاس پر ماشه ولاړ ول.
جنګ پیل شو، مسلکي مچانو لومړی پر کوفارو برید وکړ، برید پۀ داسې ډؤل چې کوفارو د سر پورته کولو وخت هم پیدا نۀ کړ، هر مچ پۀ دوه زره خراساني راکټونو بار ؤ، زۀ هم ور ورسېدم، مچ مې تر جلب ونیو، ورو مې پر ځمکه کېناوۀ، او د جګړې میدان ته ور پۀ منډو شوم، زموږ او د کوفارو جنګ به تاریخونو لیکلی وي، دا جنګ پۀ یوه غرنۍ سیمه کې چې ډېرې ګڼې د نښتر ونې یې درلودې، پېښ شو!
کوفارو هم مرستندویه ځواکونو ته خبر ورکړی ؤ، خو ما لۀ دوی وړاندې غوماشو ته اشاره وکړه، غوماشي چې یوازې سترګې یې ښکارېدې او نور وجود یې پۀ جنګي زغرو او وسایلو پوښل شوی ؤ پۀ میدان لکه د یاجوج او ماجوج را والوتل، سم قیامت یې پرې جوړ کړ، کوفارو د تېښتې هڅه کوله، خو زړؤرو ځواکونو د مرګ کومي ته اچول، ما هم سخته جګړه وکړه او یو ځل چې ما بې واره پر کوفارو د خراساني تیږو باران جوړ کړی ؤ، پام شو چې دوه، درې سوه کوفار را څخه را تاو دي، شاته مې وکتل، ځواکونه پۀ تښتېدونکو کوفارو پسې تللي وو، مېږیان هم لرې وو، بله چاره نۀ وه، شاوخوا غټې نښتر ونې ولاړې وې، لاس مې ور واچوه، زما د زور ۱۰/۲ حصه مې پرې استعمال کړه او ونه مې لۀ بېخه را وکښله، پر کوفارو مې راباندې کړه، دومره مې وغربول چې ټول پۀ سینه ښویدل او شاوخوا د ګېدړانو پۀ غارونو ننوتل.
زړۀ مې نۀ سړېده، د زور ۱۰/۵ حصه مې وکاروله، غر مې پورته کړ، او سرچپه مې واړاوه، چې کوم کوفار ژؤندی پاتې نۀ شي. یوې او بلې خوا ګورم خو فوځونه نۀ ښکاري، یو فوځي غوماشی مې ولید چې مغرور راروان و، وایم څۀ مو وکړل؟
پۀ ډېر افتخار سره یې وویل: صېب، نن مو کوفارو ته داسې سخته ماته ورکړه چې دوی به یې تل یادوي، دوی ته مو وروښودل چې پر خپلې ټیکنالوجۍ مه نازېږئ، خپلې جنګي درنې وسلې، او قوي روزل شوي ځواکونه مو زموږ پۀ وړاندې د شګو ورخ دی.
وایم، افرین چې ورسېدو، رتبه به دې هم لوړه کړم، فوځي مې پۀ ملا وټپاوۀ!
موږ لا ډېر مزل نۀ و کړی چې تر شا مې د پاتې مچانو او غوماشو را روان لښکر ولید، شکر مې وویست او خپلې قرارګاه ته را ستانۀ شو.
ما لا دمه نۀ وه کړې چې خوار ظابط مچ چې اوس یې پۀ رتبه کې هم اضافه راغلې وه، راغی، څنګ ته مې پر څوکۍ کېناست.
وایي، صېب، راتلونکی هدف مو څۀ دی!
وایم، پلان نیسم چې د نړۍ لۀ نقشې یؤ ډېر ګنده هېواد د تل پاره ورک کړو!
پۀ خندا شو، وایي زۀ پوه شوم!
وایم چې پوه شوې نو سر لۀ اوسه تیاری نیسه.
*
د کوچنۍ خور چیغې مې واورېدې، وایي کتابونه دې لاندۀ شول، ژر را پورته شوم، شاوخوا هېڅ هم نۀوو، باران پیل شوی و، پۀ بیړه مې کتابونه را واخیستل او د کور پۀ لور مې منډه کړه!
Leave A Reply

Your email address will not be published.