The news is by your side.

طنز – دواړه

عمر پاڅون

0

مالیدلی دی دښمن او دوستان دواړه

چې چلیږي پدې ملک کې یاران دواړه

کاروبار د چرس، افینو ښه چلیږي

دی ملګري بهرني او ملکیان دواړه

د چا پلار به سزاګانې چاته ورکړي

چې جوړیږي مجرم او قاضیان دواړه

دې هېواد کې د شریفو ځایږی نشته

ښه چلیږي زرواک او زورواکان دواړه

بې سواده باسواده د چوکیو خاوندان شول

مقرریږي بې پوښتنې خپلوان دواړه

د ازاد بازار همدغه صفت بس دی

چې روا دی پکې چور او تالان دواړه

موسیقي مو پرمختللې افغاني شوه

چې ګډیږي جنکۍ او هلکان دواړه

د خاین او د خادم توپیر ډیر سخت شو

چې اخلي وار په وار مډالان دواړه

بې ګناه او ګناهکار ټول وژل کیږي

سره وژني د مینونو بمان دواړه

د بشري حقوق همدومره خدمت بس دی

چې پرې اوري د باروتو ګولیو باران دواړه

د میرمنو په نصیب کې دا حقوق شول

چې ورانیږي ښځې او خاوندان دواړه

د فساد نه ملت چغې کړي فریاد کړي

پکې ګډ دي کشران او مشران دواړه

د سر خیر غواړه (پاڅونه) نور قرار شه

دې وطن کې به رانشي سوله او امان دواړه

(Visited 52 times, 1 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.