The news is by your side.

عاجزى

الحاج عمر پاڅون

0

زه عاجز يم عاجزۍ کى دى ثواب

په تقواى راشى په نفس کى انقلاب

تقوا کار د عالمانو، عارفانو، مومنانو

په قران کى دى راغلى پوره باب

درانه ښکته دى روان سپکان ځى  پورته

د دى خبرى پوره نشته دى جواب

زه ملنګ يم ملنګى زما خوښيږى

ځکه لولم طريقت هر يو کتاب

ګوره خيال کى دى کم رانشم پاڅونه

زه پخپلى ملنګۍ کى يم نواب

(Visited 12 times, 1 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.