The news is by your side.

غزل

ښکلا سحر

0
چې د ولس د درد دوا شي ، مړ شي
دلته چې داسې! څوک پيدا شي ، مړ شي
ډاکتران شته ، درمل کيفيت نه لري
افغان چې مازي (ملريا) شي ، مړ شي
ورته ښه نه شي د پردو مدرسه
طالب لالی چې مي ملا شي، مړ شي
ولور پرې عمر په بهر کې تېر کړي
خوار چې وطن ته کله راشي، مړ شي
ښــــکلا! دا ولې ستا د خونې څراغ ؟
د شپې چې ستاسو دوو خندا شي، مړ شي
(Visited 163 times, 1 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.