چي نه ساقي، نه میخانه سته زه به چیري ځمه
نه د سرو ملو پیمانه سته زه به چیري ځمه
نه هغه ښکلي پخواني خلک په سترګو وینم
نه مي یاران، نه یارانه سته زه به چیري ځمه
نه مي د دار له سره واورېدې د حق سندري
نه یوه چېغه مستانه سته زه به چیري ځمه
نه مي له شمعي سره شپه سوه، نه مېلې د ګلو
نه سره لمبه، نه پروانه سته زه به چیري ځمه
نغمې بې سوره دي، له ستوني مي ږغ نه راوزي
نه یو غزله جانانه سته زه به چیري ځمه
نه مي قسمت، نه مي سبا پر ژبه زېرئ لري
نه هغه تللې زمانه سته زه به چیري ځمه
نه د پردي نسیم له پرخو سره وغوړېدم
نه په وطن کي آشیانه سته زه به چیري ځمه
نه له خلوته څخه شېخ، نه له مغانه خیام
نه یوه مسته ترانه سته زه به چیري ځمه
جهاني ستا چي یې په وینو کي شپېلۍ اودلې
.نه هغه غر، نه دامانه سته زه به چیري ځمه
عبدالباري جهاني.
.ویرجینیا، د ۲۰۱۴ کال د نومبر دیارلسمه