The news is by your side.

غزل

ممتاز ارمان

0
له بامه ځمکې ته روان بنگړي راونيسمه
که کشمالي سره د مات کودي راونيسمه
په ما ايراد دی چې په ژوند مې گټه ونکړله
د اور له سينده به نو څه شاوړي راونيسمه
دوی پرې يوبل ولي خو ماته وايي مات چې نشي
تمه يې ده چې له هوا منگي راونيسمه
وايي پر لار درسره نه چې ځي نو زړه يې خپل کړه
دا لکه زه دې له يو غر ماهي راونيسمه
دښار رهزن د کليوال له اوږو وړی څادر
جکړ اخيستي له تناب کالي راونيسمه
دوی مې په کاڼو ولي تمه لري دا عجيبه
چې کاڼي کله يې په سر راځي راونيسمه
سلام يې درد ، عليک يې درد ، وداع يې درد راکوي
ارمان په غېږ کې سراسر اغزي راونيسمه.
۲۵-۱-۲۰۲۱
شاوړي :
په کونړ کې سيند يا سېلاب راوړو لرگو ته وايي.
(Visited 82 times, 1 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.