The news is by your side.

غزل

ممتاز ارمان

0
احساس شي ستړی د شعور له غره راستون ويده شي
حسن بې سيکه وي د تمې په زنگون ويده شي
رمه راټوله د سوچونو کړي او پڼډه يې کړي
څه عجيبه شانته شپېلۍ ووهي شپون ويده شي
خوب خو يې وينې څومره دروند دی چې بيا څه به کېږي
که په ورمېږ دې گونډه ووهي پښتون ويده شي
لپه بچي، رنځوره مور او څو بېکسه خويندې
د يوه شهيد سره لا څومره لوی ژوندون ويده شي
ستا د ضمير بستره ټول عمر پاچا د ده شه
پکې دې ټول عمر زما او يار بېلتون ويده شي
سپينږيری ياد دې راشي زړه ته پېښه وکړي کله
پکې راشنه مې ارمانونه کړي للون ويده شي
نصيب بې سره د ارمان ، د مرگ په خوب ويده شه
ټوله شپه ويښ وي خو په وخت دسباوون ويده شي.
۲۰۲۱- ۱ – ۱۸
(Visited 35 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.


cheap jerseyscheap nfl jerseyscheap mlb jerseyscheap jerseys