The news is by your side.

غزل

ممتاز ارمان

0
د خوبولي پرهر غېږ کې مې درد کړيکه وکړي
گوته ناسور چې ستا د ياد د پښې څړيکه وکړي
دا ستا خندا مې د ملال خاطر په چم کې داسې
لکه د اور گولۍ د شپې کاکل کې ليکه وکړي
داسې يې وکړي چې يې مخ وڅټ څوک نه پېژني
د هو او نه ترمنځ ريبار پوله باريکه وکړي
ولي کړي پورته بيا يې ښکته بيا يې ټول کړي سره
خبره څوک به په اندام دغسې شيکه وکړي
لکه ياغيان په لېرې پروت کوم منځني ښوونځي
بېلتون غربت سره په ما حمله شريکه وکړي
زړه يرغمل کړي چې د ښار غوندې سينې دننه
د خرپ يرغل دې غرنۍ مينه چريکه وکړي.
۳- ۲-۲۰۲۱
(Visited 39 times, 1 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.