The news is by your side.

غزل

نظیف تکل

0
ستا د سترګو له هندارو تاویدمه
لیوني غوندې پرلارو تاویدمه
د روا او ناروا په منځ کې یاره
د ژوندون له داسې چارو تاویدمه
د خپل سیوري غږ مې واوریده ورستون شوم
د خپل سیوري له کوکارو تاویدمه
د دې کلي د بد بوئ سره عادت شوم
د دې کلي له مردارو تاویدمه
زما د تلې ځوانۍ یاده راته یاد يې
چې نن بیا له دې خونخوارو تاویدمه
د تکل د وچو شونډو سبب ته يې
ستا له پاره له اغیارو تاویدمه
Leave A Reply

Your email address will not be published.