The news is by your side.

غزل

حمید پرافشان

0
کـور د ژوند علم او هـنـر سـره ودان دی
چی یی علم او هنر نه وی ژوندون وران دی
* *
لکه باغ چی په اوبو باندی سمسور شی
هسی علم لوی جوهـر د هـر انسان دی
* *
ویـده پـروت خمـار د حـورو او غلـمـانو
پـه خـوږه مـیـنـه جـنـت تاتـه جـهـان دی
* *
پاڅه جوړه دی دنـیـا کړه څه ویده یی
لکه سیند په حرکت ژوندون روان دی
* * *
تَعَصُب د رنګ مذهب ژبی حـرام وی
په عمـل د محبت کی خوږ ایمان دی
* *
ژوند په مینه او په سوله کی جنت شی
(فَـاصلِحُـو) ګــوره دا امــر دسبـحـان دی
* *
د نـاکســو یـاری مـکـړه تـبـاهـی ده
د میـړانی ژوند رڼا د لمر په شان دی
* *
که راحت غواړی کلام د (حمید) واوره
هر غزل یی قیمتی در او مرجان دی
حمید پرافشان
(Visited 83 times, 1 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.