The news is by your side.

غزل

ښکلا سحر

0
د چا پروا لري؟ نه نه یې لري
څوکۍ وفا لري؟ نه نه یې لري
مسجد ملا لري؟ نه نه یې لري
ولس پاچا لري؟ نه نه یې لري
زه دا منمه اوبه ډېرې لري
وطن برېښنا لري؟ نه نه یې لري
خلک مین په کاڼو ولې ولي؟
مینه ګناه لري؟ نه نه یې لري
دغه وکیل چې اوس دا څه وویل
دا نو رښتیا لري؟ نه نه یې لري
د پیر په دم کې نو تاثیر پاتې دی؟
ډاکټر دوا لري؟ نه نه یې لري
دا د اخیرې زمانې سیاست
مخ لري شا لري؟ نه نه یې لري
د پاریس ښار لکه زما د وطن
ښکلې هوا لري؟ نه نه یې لري
ښــکلا! بې ځایه بیا لګیا ولې ده؟
شعر یي معنا لري؟ نه نه یې لري
Leave A Reply

Your email address will not be published.