The news is by your side.

غزل

احسان الله درمل

0
ښکارېدو بېل، بېل مگر یو روح او یو تن وو موږ دوه
چې خبرېدو په ځان، په یو او بل مین وو موږ دوه
د زړونو لپې وې د درد له مرغلرو ډکې
د عشق له فیضه په نیستۍ کې هم شتمن وو موږ دوه
د ژوند سپېرې صحرا به دوه ریدي هم نه لرلای
شکر داغونه چې د یو بل په لمن وو موږ دوه
د غم د شنو کوترو سېل به مو را ټول و په سر
د عشق د تش زیارت په بام پاشلي ږدن وو موږ دوه
چې له خپل ځانه ووځي، هر زړه د هغوی مېنه شي
بې وطنۍ وکړ کمال د هر وطن وو موږ دوه
چې په یوه خوله وي همسفر، هر گام یې خیر بوټوي
دوعا مو وړه د پرهرونو، تار او ستن وو موږ دوه
د غریبانو عیب په بله جامه نه پټېږي
پټ به شو شاید مگر پټ که په کفن وو موږ دوه
نور به مو وپاشه پرې اور به چې را پورې کړ چا
په زړو نرۍ شمې د هر یو انجمن وو موږ دوه
ښه وو نومورکي د نومورکو کتابونو په څېر
چې په بد ذوقو کې درمله اهلِ فن وو موږ دوه
(Visited 8 times, 1 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.