The news is by your side.

غزل

سید اسدالله اسد

0
څومره په زحمت او کړاونو جوړه شوی
لاره چی د غرونو په سرونو جوړه شوی
ده د ابراهیم د تن خوله د لاس تڼاکه
چاویل کعبه چی په لمونځونو جوړه شوی
هر وطن پر مټو په سر کار غواړی چی ګل شی
چیرته کومه خاوره په سوالونو جوړه شوی
دا د انسانی وحشت بدرنګه حقیقت دی
نه ده ازادی چی په بمونو جوړه شوی
ژر به یی لاهو کړی د دی اوښکو سیلابونه
خونه د هر چا چی په ظلمونو جوړه شوی
کومه چی راوځی د ولس له ارادی نه
هغه زموږ لار ده په ګلونو جوړه شوی
(Visited 19 times, 1 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.