The news is by your side.

غزل

ممتاز ارمان

0
وينې زوې او نوونه دي کوه يې
نو پرهره چې دردونه دي کوه يې
زما لاس کې چې څه نشته ته يې وينې
خو ستا لاس کې چې ظلمونه دي کوه يې
ما سره يو انتظار دی چې کوم يې
د پلمو دې‌ دکانونه دي کوه يې
کاروبار چې دې د سترگو بدلول دي
بيا خو ښه ده قسمونه دي کوه يې
گډاگانې دي د ډم ضرورت خوښې
ډمگی ژوند ډمان وختونه دي کوه يې
زموږ وس دی لکه غريو نيولې تنده
ستا په وس کې بارانونه دي کوه يې
ته خو وايې خو زما پرې يقين نشته
ستا لوظونه تعويزونه دي کوه يې
ستا وروري د تور پوځي سره پښتونه
د ضمير سره جنگونه دي کوه يې
سم ممتاز وې خو ارمان شولې ارمانه
نو چې خوښ دې ارمانونه دي کوه يې.
۲۰۲۱ – ۴ – ۱۰
(Visited 22 times, 1 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.