The news is by your side.

غزل

نظیف تکل

0
په پټو سترگو په ژړا راغلی يم
په ټوله لاره په غوغا راغلی يم
دې وطن ته نه پوهېږم څنگه راغلم
په چغو چغو په سودا راغلی يم
دومره عمر خدايه را کړې چې بيا ورشم
دا ځل له موره بې دعا راغلي يم
سل غمه د کور تر وره راپسې وي
خو کور ته هر وخت په خندا راغلی يم
هر عادت دې د منلو دی تکله
په مينه مينه چې تر تا راغلی يم
(Visited 17 times, 1 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.