The news is by your side.

غزل

پیرمحمد کاروان

0
د بام له سره ننداره د پورې غره کومه
د شپې چوپیا ده له سپوږمۍ سره خواله کومه
چې سر مې پاس د لویې مینې په آسمان ولګي
د یوه ستوري په وزرو الواته کومه
روغ په ناروغو بهانو خلک له کاره باسي
دا ځلې تګ د لېوني مین په پله کومه
چې په درزونو کې یې ګل د احساس و ټوکېږي
په تورو تیږو کې به لار لکه اوبه کومه
وې زه در ګورم که دې زړه چېرته و نه درزېده
در سره شرط حلال په تکه سپینه خوله کومه
ما وې چې دا شرط خو صفا سوچه بایللی بولم
زړه مې درزېږي خود، په زړه مې باور نه کومه
ځمه له ځانه یو کاروان د خوند و رنګ جوړوم
د شعر له ورکې ښاپېرۍ سره واده کومه
۶ ثور ۱۴۰۰ هجري شمسي، خوست توره وړۍ
(Visited 10 times, 1 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.