The news is by your side.

غزل

ښکلا سحر

0
وېل پارلمان چېري دی؟
ما وېل اسمان چېري دی؟
ده کړه ښه ته چېري یې؟
ما کړه جانان چېري دی؟
بنګړي دي چېري ایښي؟
وروره پېزوان چېري دی؟
دغه شی تاسو لرئ؟
د دې دکان چېري دی؟
د ولس لاس چېري دی؟
د شاه ګرېوان چېري دی؟
نوره نړۍ چېري ده؟
افغانستان چېري دی؟
زه چېرته مور چېري ده؟
جان او قربان چېري دی؟
مسلماني چېري ده؟
او مسلمان چېري دی؟
ښار ټوله غلو وړی دی
دا قومندان چېري دی؟
د وکیل بریت ور کل کړئ
څه شو سلمان چېري دی؟
خره په حجرې کې ګرځي
دا طالب جان چېري دی؟
ناروغ له درده مړ شو
ډاکټر مرجان چېري دی؟
کلی دی چېري پاتې؟
د کلي خان چېري دی؟
ښکلا اظــهار نه کوې
دومره ایمان چېري دی؟
(Visited 24 times, 1 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.