The news is by your side.

غزل

سید اسدالله اسد

0
مینه ده د زړه ملګرو دا د فکر کار نه دی
عقل مو د سر لویو کارونو ته وزګار نه دی
موږ ته ځانځانی د جنګ درنی زولنی پښو ته کړی
دا چی مو په خپل وطن کی خپل واک او اختیار نه دی
وګوره رقیب ته قدم شاته ږدی سړی به شی
موږ چی غواړو موټی شو لا کړی مو ګوزار نه دی
جار یی شم له زوره بند په بند یی راتړلی یم
چا وی چی غښتلی د اشنا د زلفو تار نه دی
غاړه د اسد د حق په نوم حلقی ته پورته شه
مرګ خو د بل ژوند په لوری ګام دی انتظار نه دی
Leave A Reply

Your email address will not be published.