شاعر د شــــــرپه ژبه نه پوهیږي
وخت د هنـــــر په ژبه نه پوهیږي
خیاله الوت ته مې زړه ډېر وشي خو
لامــــــــې وزر په ژبه نه پوهيږي
ټول د یوه کلي د یوې ژبــــې خلک
د خپل نهـــــــر په ژبه نه پوهیږي
د درد احساسه د هغــــو پېرزو شه
چې د پرهــــــر په ژبه نه پوهیږي
د مینې زړۍ زرغونیـــږي زړه کې
څوک يې د کـر په ژبه نه پوهیږي
نور يې له هرې ادا ستړی یمــــه
چې د نظـــــــر په ژبه نه پوهیږي
(راحله) ځان پسې روان اوسېـږه
چې دې لښکر په ژبه نه بوهیږي
(Visited 123 times, 1 visits today)