The news is by your side.

غزل

سید اسدالله اسد

0
ښکلی می انسان دی که اشنا د انسان سیوری دی
حسن دی ښکلا ده دا زما د جانان سیوری دی
سیوری هم یو تت شانتی تصویر د رڼاګانو وی
دا څنګه بی چته په روښانه میدان سیوری دی
غوڅ که دی په تورو خو مړانه یی ژوندی ده لا
جیګ به شی قیام ته دا زما د افغان سیوری دی
څوک وایی چی لوټ شوه ددی غرونو د شملو حیی
لا خو یی څوکی ته ناست زما د ګریوان سیوری دی
لوړ کړه ارمانونه چی تیارو کی لاره وباسو
لمر دی په ګرمی کی په یخنی کی ارمان سیوری دی
چا ویل چی ډار به د اسد سوچونه خاوری کړی
دا چی په خطرو کی یی ملګری د ځان سیوری دی
(Visited 13 times, 1 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.