The news is by your side.

غزل

غلام محمد کامه وال

0
ستا په سترګو په بڼو کې يو سړی
اوسيده به دې ليمو کې يو سړی
غوږ غوږ به ورته ناست وو په حجرو کې
ياديده به په مصرو کې يو سړی
ساقي ګوره خفه درنه لاړ نه شي
نن راغلې ميلمنو کې يو سړی
توافونه ټوله شپه کا ستا د چم
ستا د کلي په کوڅو کې يو سړی
له سترګو او له زړونو نه لويدلې
اوس ډېر نه ښکاري جرګو کې يو سړی
کامه واله چې خبرېږمه په ځان
زړه مې وړي په مسيدو کې (يوسړی)
(Visited 22 times, 1 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.