The news is by your side.

غزل

عبدالمالک بېکسیار

0
دغه یو زه یم زما سا ډوبه ده، څه چل خو دی ؟
او که د ټول مالت هوا ډوبه ده، څه چل خو دی ؟
د هدیرو سیوري خواره دي په کوڅو کې د ژوند
که په سوچونو کې دنیا ډوبه ده، څه چل خو دی ؟
لمر د تیارو امام ته کړی توره شپه کې بیعت
که وحشتونو کې رڼا ډوبه ده، څه چل خو دی ؟
د سپېده داغ په تمه توره ماښامۍ خړه کې
چې نظر لګي هره خوا ډوبه ده، څه چل خو دی ؟
ایله لږ اوښکې وچې شوې وې د کونډې مورکۍ
داسې چې بېرته په ژړا ډوبه ده، څه چل خو دی ؟
د نیمو شپو مساپر بار، بستره کلک تړلي
سپوږمۍ د غرونو شاته لا ډوبه ده، څه چل خو دی
د بخت بېړه مې بېکسیاره ماوې پورې وته
په ګردابونو کې چې بیا ډوبه ده، څه چل خو دی ؟
(Visited 12 times, 1 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.