The news is by your side.

غزل

ذبیح الله احساس

0
هو که لمر وخته، لمر پرېوت بېرته
تاته جګ شوی نظر پرېوت بېرته
بس له دريابه راوتو کې ومه
چې مې له لاسه ګوهر پرېوت بېرته
د عشق مرغه چې پرې الوت کولو
د زړه مې هغه وزر پرېوت بېرته
زياتي د هسک په لوري نه ګورمه
چې ورکتل مې ها غر پرېوت بېرته
د ارزښتونو احساس نه کېږي اوس
د ښايستونو جوهر پرېوت بېرته
د ميزان ۱۳مه، ۱۴۰۰لمريز
Leave A Reply

Your email address will not be published.