The news is by your side.

غزل

سید اسدالله اسد

0
چی د ژوند په لار روان شی کښیودی مینه په سینه کی
هله خــــــــــــوب ته اشنا درشی د شرابو په نشه کی
د ازاد فـــــــــــــــــکر خاونـده د وطن پر مینه مسته
پیغلی ساه څنګـــــــه را کاږی د دی ږیزو په ولجه کی
دا بچی د وطن نه دی لـــــــــوی دښمن د ښکلا ګانو
چی منګی ولی په کاڼو چی سیتار وژنی دیره کی
وخت به راشی راروان دی د دردو د ګوزارونو
ستا اوږده ږیره به سوزی د اهونو په لمبه کی
دا چی دومره شاته لاړه سره ډولی د امیدونو
تا مکتب ته تیلی ورکړو تا دی بم ایښی کوڅه کی
چی پری تیر شی نوی نسل د اسمان ستورو ته لاړ شی
که د تیلو قیمتی شوه ور ته اوښکی ږدو ډیوه کی
وله وله اوس راوله اســــــــــــــد زړه نښی ته ایښی
څو دی غشی شته دلبره د دوه وروځو په لینده کی
۲۶/۱۰/۲۰۲۱
Leave A Reply

Your email address will not be published.