The news is by your side.

غزل

غلام محمد کامه وال

0
په سترګو کې چې نم لرم
په زړه باندی می غم لرم
اخر خو زه انسان يمه
يو څه به زيات او کم لرم
مسيح د زمانې يمه
دعا لرمه دم لرم
ګناه دی په کې ومينځه
شراب لرم زم زم لرم
غوسه به می مهارکړمه
چې عقل لرم زغم لرم
له مينې به لاس وانه خلم
ترڅو چی ځان کی دم لرم
زخمونه به دی ښکل کړمه
په ژبه کی مرهم لرم
حجره کی می کوزه ايښې
دېره کی می چيلم لرم
يوه خطا می مه ګوره
زه ډير کارونه سم لرم
Leave A Reply

Your email address will not be published.