The news is by your side.

غزل

ابراهـيم ګلـزار

0
چـې څـه کـــسب او هـــنر ورسـره نه وي
قـيمـــتي د ژوند ګـوهــــر ورســره نه وي
هـغـه څـوک به خـامـخا کـندې ته لــويږي
چـې ښــه فکـر،ښــه نظـر ورســره نه وي
بس دى! راوړٸ دې وطن ته داسي سـوله
اى ښاغلــو چې هيڅ شـر ورســره نه وي
د هغه پښــتون دې خـاورې شي هــډونه
چې هيڅ غـم د لـر او بر ورســره نه وي
نه يې خـوب،او نه سکـون د هغه چا وي
چې په ژوند کې همسفر ورســره نه وي
ډير نږدې نږدې خپلـوان ترينه پردي شي
د ګلـــزار په څير چې زر ورســره نه وي
Leave A Reply

Your email address will not be published.