The news is by your side.

غزل

سید اسدالله اسد

0 11
څوک یی هغه خواته بیایی څوک یی دی خواته راکاږی
خــوظالم د وینو تږی یی چــــړی خواته را کاږی
دا باتور ولس می څنګه چا په دی مرض اخته کړو
ازادی غورزوی وړانـــــــدی زولنی خواته را کاږی
دا ښایسته بنګلی روښانه په جګړو کی امانتی
د ا بانډی خواری جونګړی د لمبی خواته راکاږی
د تاریخ درنی سپیړی به اخیر وخوری بیدینــــه
چی تیلی وهی مکتب ته مدرسی خواته راکاږی
څو به پټه دوه رنګی کړی د دی ږیرو په باور کی
څو به لمر د دواړو ګوتو د پردی خواته راکاږی
رڼایی به اخر راشی په دی ګل ښکلی وطن کی
شیخ دی لمر پرکاڼو ولی توری شپی خواته راکاږی
د اسد خیال به روان وی د وطن د غرو په څوکو
لکـــــــــــه طفل وږی تږی به آدی خواته راکاږی
Leave A Reply

Your email address will not be published.