The news is by your side.

غزل

ممتاز اورکزے

0 84
چې نيمه شپه شي او زما غوندې تنها شي سړک
مـــــا سره سم د تلليو ياد کښې په ژړا شي سړک
وخـــت به راځي چې زه او ته به له يو بل جدا يو
داسې ځـــــــای راشي له سړکه هم جدا شي سړک
لـــويه سينه لرل کمال دی او عـــــــجب کمال دی
د چـــا ميراث نه وي خو بيا هم د هر چا شي سړک
چــــــې خود ازاره يم نو څوک به مې ساتي لاليه؟
صـــــــــحرا نورد يم زما څنګه رهنما شي سړک؟
لـــــــــه سود او زيانه غر ته تلی ولي څه خبر وو؟
چـــــې شي مزار به کاروبار ورته به راشي سړک
د مـــــــز ل خوف نه دی اشنا .د وسيلو کمی دی
څنـــګه به ځو؟ که تاو راتاو له دې دنيا شي سړک
مــــــــــــــــــمتازه زه د نيمو شپو په سفرونو ميين
خـــــــــــو پښتونخوا ده،دم په دم بلا بلا شي سړک
Leave A Reply

Your email address will not be published.